اسټرلیا له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي

کمبیرا ټایمز اسټرالیايي ورځپاڼې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په قول لیکلي، چې له افغانستان سره د اسټرالیا د مرستو کمښت به د دې سبب شي چې د پناه اخیستلو لپاره لا زیات افغانان په بېړیو کې استرالیا ته راشي.

افغان سفیر نصیر اندېشه وايي، په اسټرالیا کې د ده د سفارت په موده کې تر سلو زیات افغانان په سمندر کې ډوب شوي دي.

کمبیرا ټایمز لیکلي، افغان سفیر اندېښمن دی چې له افغانستان سره د استرالیا د مرستو کمېدا د دغه هېواد د هغې ژمنې د ماتېدلو معنا لري چې په ۲۰۱۲ کې یې له افغانستان سره کړې وه.

د اسټرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارډ ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره د استرالیا مرسته به د ۲۰۱۵ کال ترپایه له ۱۶۵ ملیون ډالرو څخه ۲۵۰ ملیون ډالرو ته زیاته شي. خو ښاغلي اندېشه وویل چې د استرالیا ژمنه اوس یقیني نه ده ځکه چې د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشاپ د مرستو په بودجه کې بیاکتنه کړې ده.

کیمبرا ټایمز ورځپاڼه وايي، چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ارقام ښيي چې په روان مالي کال کې به افغانستان ته ۱۵۲ اعشاریه ۳ ملیون ډالره مرسته ورکړای شي.

د دې په پرتله تېرکال افغانستان ته ۱۸۲ اعشاریه ۸ ملیون ډالره ورکړای شوي وو.

د استرالیا حکومت ویلي، چې د جنوبي او لوېدیځې اسیا لپاره به، چې افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هم په کې شاملېږي، له خپلو مرستو ۷۱ ملیون ډالره کم کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په متحدو ایالتونو کې د امریکا د دوو جګړو په اړه د یوې تازه نظرپوښتنې نتیجې خپرې کړي دي.

له دې نظر پوښتنې سره سم، په سلو کې ۵۲ امریکایان وايي، چې امریکا په عراق کې خپلو هدفونو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده. په سلو کې ۳۷ نورو ویلي چې امریکا بریالۍ شوې ده.

تقریباً ورته شمېرکسانو د افغانستان په اړه هم ورته نظر څرګند کړی دی.

دا نظرپوښتنه چې د جنورۍ د پنځلسمې او نولسمې ترمنځ له ۱۵۰۴ بالغانو څخه شوې تر مخکینیو نظرپوښتنو د امریکا د جګړو په اړه د دغه هیواد د خلکو بدبیني زیاته ښيي.

د ۲۰۱۱ میلادي کال د نوومبر په میاشت کې په سلو کې ۵۶ پوښتل شویو کسانو ویلي وو چې امریکا د عراق په جګړه کې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۱۱ کال د جون په نظرپوښتنه کې اکثرو پوښتل شویو امریکایانو اټکل کړی وو، چې امریکا به د افغانستان په جګړه کې خپل هدفونه لاس ته راوړي.