پاکستان وايي د افغان سولې له بهیر سره یې تر خپله وسه همکاري کړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره يې تر خپله وسه همکاري کړې ده.

د دې وزارت وياندې تسنيم اسلم ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ پاکستان د افغان حکومت په غوښتنه د طالبانو دويمه درجه مشر ملا برادر له بنده خوشې کړ؛ خو د هغې په خبره په خپله ملا برادر نه غواړي چې؛ درېيم هېواد ته لاړ شي:

”دوى (افغان حکومت) غوښتنه درلوده چې ملا برادر دې خوشې شي، موږ دغسې وکړل، دوى غوښتل ورسره وګوري، موږ دا اسانتيا ورته برابره کړه، دى لا هم په پاکستان کې دى. ځکه دوى غواړي چې دى دلته وي. ملا برادر نه غواړي چې کوم بل هېواد ته لاړ شي، چې پېشنهاد يې شوى و. موږ چې څه مو په وس پوره وي مرسته کوو.“

که څه هم د سولې عالي شورا يوه هيئت له ملا برادر سره د کتنې لپاره پاکستان ته تللى و؛ خو د دې کتنې او د هغې د نتايجو په اړه زيات جزئيات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا درې ورځې مخکې پر پاکستان تور پورې کړ؛ چې غواړي په افغانستان کې لاسوهنو ته دوام ورکړي.