د جرمني دفاع وزیره: د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او مرستې بوخت يو

د جرمني د دفاع وزيرې وويل؛ په افغانستان کې مېشت جرمني پوځيان د افغان ځواکونو په روزنه او تجهيز بوخت دي.

اورځلا فون دېرلاین پرون د جرمني په پلازمېنه برلين کې د مونشن کلني امنيتي کنفرانس ته وويل:

”موږ د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او مرستې بوخت يو. دوى ته سلا مشورې ورکوو او د طبي مرستو اسانتيا مو ورته برابره کړې، چې د جرمني د همکارو ځواکونو ژوند وژغورل شي.

زه شاهده يم چې زموږ وسله وال ځواکونه په کم شمېر کې ماموريت پرمخ بيايي. دوى خپل ظرفيت او سرچينې [د ايساف له نورو غړو سره] شريکوي او خپل ځواکونه په ارتباط کې ساتي.“

د جرمني د دفاع وزيرې وويل هېواد يې تيار دى چې د افغانستان په شمال کې د خپلو پوځيانو ماموريت وغزوي، څو له افغان ځواکونو سره د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

دا مهال د جرمني شا و خوا درې زره پوځيان په افغانستان تر ډېره په شمال کې دېره دي.