پاکستان کې یو پاکستاني الاصله بریتانوی په مرګ محکوم شو

د پاکستان یوې محکمې نن یو پاکستاني الاصله بریتانوی په مرګ محکوم کړ.

دا سړی محمد اضغر نومیږي او پولیسو په دوه زره لس (میلادي کال) کې د داسې خطونو د لیکلو په تور ونیو چې د اسلام د پيغمبري ادعا یې په کې کوله.

محکمې پرون د مدافع وکیلانو دا ادعا رد کړه چې پینځه شپیته کلن اضغر عصبي مریضي درلوده.

په پاکستان د کفر سزا مرګ دی.