د سوريې په اړه د سولې د خبرو لومړۍ ورځ له جنجالونو سره مخ وه

د سوريې په اړه د سولې د خبرو لومړۍ ورځ له جنجالونو سره ملګرې وه.

د سوريې حکومت دا غوښتنه رد کړه چې ولسمشر بشار الاسد دې د يوه انتقالي حکومت د تشکيل لپاره له واکه ليرې شي.

د سويس په مونتريو ښارکې پرونۍ غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، په سوريه کې د جګړو راپورونه ورکړل شول.

د حکومت هوايي ځواکونو د ياغيانو پر مرکزونو بريدونه وکړل او د ياغيانو سخت دريځو او منځلارو ډلو په خپلو کې نښتې وکړې.

د امريکا متحده ايالتونو او د سوريې منځلاري اپوزيسيون کنفرانس ته وويل چې د اسد رژيم خپل مشروعيت بايللى او دى بايد له واک څخه ليرې شي. خو د سوريې د حکومت استازو دا پېشنهاد رد کړ.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني د سوريې د کړکېچ د حل لپاره پيل شوې خبرې يوازنى بديل وباله:

”له يوه سياسي حل يا هم بحث شوي سياسي حل پرته بل بديل نه شته. څرنګه چې دا خبرې تازه پيل شوي او مخته ځي ګومان نه کوم چې ناکامه به شي. زه دغه راز د امريکا ولسمشر او ټول کسان دا تشخيصوو، چې دغه مذاکرې به سختې او يو پېچلى کار کوي. بل بديل نه شته، د سوريې لپاره د وړاندې تګ لپاره بله لار نه شته“

ټاکل شوې د سوريې حکومت او ياغيان د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړي.

راپورونه وايي، د سوريې په درې کلنه کورنۍ جګړه کې تر يولک او ٣٠زرو زيات کسان وژل شوي دي.