د سوریې د حکومت مذاکره کوونکي او د منځ لاري اپوزیسیون د ایتلاف استازو نن په سویس کې د سولې خبرې پیل کړې.
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د دې غونډې د پيل وینا وکړه او ویي ویل چې سختې ستونزې په مخکې پرتې دي خو دا کنفرانس د ستونزو د حل لپاره یوه ښه موقع ده:
"موږ پوهیږو چې تردې ځايه د را رسیدو لاره ډيره ستونزمنه وه.
ډیر ارزښتمن وخت او خلک له لاسه ولاړل. اجازه راکړئ چې ووایم، ستاسې او زموږ ټولو په وړاندې سختې ستونزې پرتې دي خو د دې ټولو سره، دلته ستاسې حضور هیلې پیدا کوي."
دا په سوریه کې د بحران له پيله په تیرو درېیو کلو کې اول وار دی چې د اپوزیسیون او د جمهور ریس بشارالاسد استازي د خبرو لپاره سره کښیني.
د تقریبا څلویښت هیوادو استازي چې امریکا او روسیه هم په کې راځي د سویس په خبرو کې ګډون لري.
په ملګرو ملتو کې د سوریي استازي بشارالجعفري پرون ماښام په سویس کې خبریالانو ته وویل:
"موږ دلته راغلي یو چې د سوریې پر راتلونکي خبرې وکړو. د ټولې سوریې په اړه چې واحد هېواد دی. موږ دلته د خپلو خلکو د راتلونکي په اړه بحث ته راغلي یو . موږ له هیڅ چا سبق نه اخلو . دا د سوریې د خلکو میلي ډيالوګ دی چې د سوریې خلک یې په خپلو کې کوي."
د ایران جمهور ریس حسن روحاني نن وویل چې؛ په کنفرانس کې د تروریستانو یو شمېر پلویان ګډون لري نو د بریالیتوب چانس ډير کم دی.
ملګرو ملتو پرون د سوریې د سولې په کنفرانس کې د ایران بلنه لغوه کړه.