په ۲۰۱۴ م کال کې افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو مرستې کمې شوي او تر اوسه نه ده معلومه چې د جمهور رئیس اوباما اداره به په روان مالي کال کې افغانستان ته ټول ټال څومره پیسې ورکړي.
د امریکا حکومت هڅه کوي چې له نورو لارو په افغانستان کې له پراختیایي پروژو سره مرسته وکړي.
وروسته له هغې چې د امریکا کانګرس د افغانستان پراختیایي مرستې نیمایي کمي کړې، د جمهور رئیس بارک اوباما اداره هڅه کوي چې له نورو لارو دغه هېواد ته د مالي مرستو جریان ډاډمن کړي.
د امریکا د کانګرس وکېلانو د ۲۰۱۴ م مالي کال لپاره له افغانستان سره د یو اعشاریه ۱۲ میلیاردو ډالرو مرسته تصویب کړه او جمهور رئیس اوباما دغه لایحه د جمعې په ورځ لاسلیک کړه.
په نوې لایحه کې په ملکي یا پراختیایي برخه کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو مرستې په سلو کې پنځوس کمې شوي خو دا هم نه ده معلومه چې متحده ایالات به له افغانستان سره ټول ټال څومره مرسته کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د نړېوالې پراختیایي ادارې (USAID ( یوه چارواکي ویلي، په راتلونکو څو میاشتو کې به د افغانستان لپاره په روان مالي کال کې د مرستو اندازه معلومه شي او له تصویب شوي لایحې څخه به د لارښود په توګه کار واخیستل شي.
په لایحه کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو نړېواله پراختیایي اداره او د بهرنیو چارو وزارت کولای شي د افغانستان لپاره د ۲۰۱۳ م کال څخه پاته شوي پیسې د روان مالي کال له مرستو یعنې یو اعشاریه ۱۲ میلیارد ډالرو سره یوځای کړي، خو د لګښت په اړه یي سمدستي توضیحات نه دي ورکړل شوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې د افغانستان او پاکستان د پروګرام مشر اندریو ویلډر چې کلونه کلونه یي په سیمه کې کار کړی، وایي:
"هر چا افغانستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو توقع درلوده خو په سلو کې د پنځوس کمښت تصوریي نه کاوه."
د امریکا نړېوالې پراختیایي ادارې او د بهرنیو چاو وزارت چې په بهرکې د امریکا د پراختیایي پروژو او مرستو څارنه کوي، په ګډه یي په ۲۰۱۴ م مالي کال کې د افغانستان لپاره د ادارې کارونو د پرمخ بیولو په مقصد د یو اعشاریه اوه شپیته میلیاردو ډالرو غوښتنه کړي وه. دوي په ګډه په ۲۰۱۴ م مالي کال د افغانستان لپاره ټول ټال د دوه اعشاریه ۱۹ میلیاردو ډالرو بودجې غوښتنه کړې وه.
رویټرز لیکي:
افغانستان ته د متحده ایالاتو د مرستو کمښت به په دې هېواد کې د روغتیایي، تعلیمي، زراعتي او نورو پروګرامونو او پروژو پر دوام اغیز وکړي او دغه راز به په روان عیسوي کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته وخت کې د بې ثباتي عامل هم شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل او واشنګټن په خپلو کې امنیتي تړون چې له مخې به یي په افغانستان کې یو شمېر بهرني عسکر پاته شي، نه دی لاسلیک کړی.
د متحده ایالاتو د مرستو دا کمښت به نورو هغو مرستندویانو ته هم اشارې ورکړې چې په ۲۰۱۲ م کال کې یي د توکېو کنفرنس کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې کړې وې. که څه هم چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره په راتلونکې کې په مشخص ډول د مرستو اندازه نده اعلان کړې، خو ژمنه یي کړې وه چې تر ۲۰۱۵م کاله پوري به دغه هیواد ته په کال کې څه د پاسه ۲ میلیارده ډالره ورکوي.
د اژانس په وینا، افغانستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو علت له دولت سره د ګانګرس شخړې او په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې د مرستو د تنظیم او د افغان حکومت په اړه د وکېلانو نارضایتي په ګوته شوې ده.
په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسي ادارې فساد او د پیسو بې ځایه لګښت هم افغانستان ته د امریکا د مرستو د کمیدو لاملونه ګڼل شوي دي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې د افغانستان او پاکستان د پروګرام مشر ښاغلی ویلډر وایي، د امریکا د کانګرس وکېلان باید محتاط اوسي چې له جمهور رئیس کرزي سره د امنیتي تړون پر سر لانجې له امله د افغانستان خلکو ته سزا ورنه کړي.