په یوه نوي راپور کې چې د جرمونو نړېوالې محکمې څو پخوانیو څارنوالانو برابر کړی، د سوریې رژیم په زرګونو بندیانو په شکنجه کولو او اعدام تورن شوي دي.
دغه راپور په داسې حال کې خپریږي چې سبا ته د سوریې د بحران د هواریي په مقصد په سویس کې مقدماتي خبرې پیلیږي.
د جرمونو نړېوالې محکمې درې پخوانیو څارنوالانو چې له بندیانو سره د سوریې د رژیم د چلند په اړه یې څیړنه کړې وایي، کره شواهد یې ترلاسه کړي چې؛ د بشارالاسد رژیم له درېیو کالو راهیسې چې پرضد یې وسله وال پاڅون پیل شوی، شاوخوا یولس زره بندیان شکنجه او اعدام کړي دي.
دغه راپور د اسد د رژیم له خوا د هغو په زرګونو بندیانو د تصویرونو او د هغوي د ثبت شویو دوسیو پر اساس برابر شوی چې په توقیف کې مړه شوي او اسناد یې له هېواده بهر ته قاچاق شوي دي.
د سیریلیون لپاره د جرمونو د ځانګړې نړېوالې محکمې پخواني لوی څارنوال دسموند دیسیلوا بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې؛ دغه اسناد د ډله ییزې وژنې ښکارندویي کوي.
د سوریې د رژیم له خوا د په زرګونو بندیانو د وژلو په اړه دغه اسناد د پولیسو یوه مشر چې د عکاس په توګه یې د مړیو تصویرونه اخیستل او دوسیې یې ثبتولې له هېواده د وتلو په مهال له ځان سره ایستلي دي.
د دغو اسنادو په څرګندیدو سره کیدای شي چې د سوریې حکومتي چارواکي د جنګي جرمونو له تورونو سره مخامخ شي.
د اسنادو له مخې اکثره قربانیان ځوان سړي دي او پر اجسادو هم د شکنجې د بېلابېلو ډولونو نښې لیدل کیږي.
ملګروملتونو او د بشري حقونو مدافع ډلو د اسد د رژیم او وسله والو مخالفینو له خوا د سرغړونو په اړه شواهد او اسناد برابر کړي خو دغه نوي اسناد په ډیرو جزیاتو د سوریې د څه کم درې کلن بحران د بشریت ضد له تر ټولو ناوړه وضعیت څخه پرده پورته کوي.
د جرمونو د نړېوالې محکمې دغو درې پخوانیو څارنوالانو له هغه پولیس سره چې دغه اسناد یې له سوریې ایستلي، مرکه کړې چې د سوریې له اپوزیسیون سره یې پټه همکاري کوله او له هیواده تښتیدلی دی.
د ګارډین ورځپاڼې په وینا څارنوالانو په وروستیو لسو ورځو کې له هغه سره چې د امنیتي دلایلو له امله یي نوم نه دی څرګند شوی، درې ځلي کتلي او هغه یې یو باوري شخص موندلی چې د دوي په وینا وړاندې کړي شواهد یې کره او باوري دي.
د پخوانیو څارنوالانو له خوا د غه ۳۱ مخیز راپور چې د قطر له خوا په لندن کې میشت د یوې دارالوکالې له خوا برابر شوی، کاپي یې ملګرو ملتونو، دولتونو او د بشري حقونو ډلو ته ورکړل شوې ده.
د ګارډین په وینا دغه راپور په داسې وخت کې خپریږي چې روانه اونۍ د ملګروملتونو په مشرۍ په سویس کې د سوریې په اړه د جینوا دوه کنفرانس پرانستل کیږي. په دې کنفرانس د سوریې د روانو شخړو د هواري لارې لټول کیږي چې یوه یې هم په دې هیواد کې د انتقالي حکومت جوړیدل دي.
د لومړي ځل لپاره د سوریې رژیم او وسله وال اپوزیسون په دې کنفرانس ګډون کوي او د یوې حل لارې لپاره رسمي خبرې کوي.