د هرات له پښتون زرغون ولسوالۍ څخه ۵۰ تنه ماین پاکان تښتول شوي دي

له هراته نا تایید شوي رپوټونه وایي چې؛ نن سهار د دې ولایت له پښتون زرغون ولسوالۍ څخه وسله والو مخالفینو پنځوس تنه ماین پاکان تښتولي دي.

د هرات د امنیه قواماندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي دغه پیښه تایید کړې؛ خو وایي چې، د تښتول شویو ماین پاکانو شمېر لا تر اوسه نه دی معلوم.

هغه وایي، تښتول شوي ماین پاکان د "هېلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې کارکوونکي وو چې؛ د خلاصولو لپاره یې عملیات پيل شوي دي.

احمدي وایي، تر دې مهاله شپږ تنه ماین پاکان له وسله والو مخالفینو نه ژغورل شوي.