مدني ټولنو په کابل کې وروستۍ انتحاري حمله وغندله

Your browser doesn’t support HTML5

د مدني ټولنو یو شمیر غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې سوله ییز لاریون و کړ او د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې یې د جمعې د شپې انتحاري او ډله ییزه حمله و غندله. دوي چې شمیر یې لسګونه کسانو ته رسیده د مرګ دي وي پر تروریزم او تاوتریخوالي ته نه و وایست شعارونه هم له ځان سره لیږدول. دې کسانو خپل لاریون د لبنانیانو په نامه رستورانت څخه چې د جمعې په شپه پکې انتحاري او ډله ییزه حمله وشوه پیل کړ او د زنبق تر څلور لاري پورې ولاړل. دوی همدا راز یوه اعلامیه هم خپره کړه چې په یوه برخه کې راغلي: "موږ د افغانستان اوسیدونکي دلته راټول شوي یو څو د تروریزم د قربانیانو د ږغونو په استازیتوب څو د دې شومي پدیدې پر وړاندې خپل اعتراض او اندیښنه څرګنده کړو. موږ راټلو شوي یو څو د هیواد په شمال، جنوب، لویدیځ، ختیځ او مرکز کې د ترور د قربانیانو فریاد و اوسو." په اعلامیه کې دغه راز له حکومت څخه غوښتل شوي چې؛ د قربانیانو له کورنیو سره مادي او معنوي مرستې و کړي.