د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د سوریې د ملي ایتلاف پریکړه زړوره بللې ده.
د ایتلاف استازیو پرون په ترکیه کې په غونډه کې د سوریې په اړه د جینوا دوه په کنفرانس کې د ګډون په اړه موافقه وکړه.
که څه هم سیاسي څیړونکي وایي چې د سوریې د ملي ایتلاف اکثره غړي لیواله ندي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چی واشنګټن به د بشارالاسد د رژیم له خوا د غیر نظامي وګړو په وړاندې له توغندیو، بیرلي بمونو او نورو خطرناکو وسلو د کارولو په ګډون د ترټولو ناوړه چلندونو د پای ته رسیدو لپاره هڅې زیاتې کړي.
جان کري دغه راز د سولې په راتلونکو خبرو کې د ګډون لپاره د سوریې د اپوزیسیون د ملي ایتلاف د رایې ورکولو هرکلی وکړ او دا یې د ایتلاف زړه وراقدام وباله.
د دې ایتلاف مشر احمد جربا پرون د ورځې په وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوي د انقلاب د اصولو په اړه له کومې معاملې پرته د جینوا په کنفرانس کې ګډون کوي.
د جربا په وینا د بشارالاسد د رژیم په چل به تیرنه وځي.
د دې ایتلاف استازیو پرون د ترکیې په استانبول کې په غونډه کې موافقه وکړه چې د سولې په کنفرانس کې چې ټاکل شوې، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ جوړشي، ګډون کوي.
دا په نژدې درېيو کلونو کې لومړی ځل دی چې د سوریې حکومت او اپوزیسیون د جګړو د پای ته رسیدو لپاره مخامخ خبرې کوي.
که څه هم سیاسي څیړونکي وایي چې؛ د سوریې د ملي ایتلاف اکثره غړي لیواله ندي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
ویل کیږي، چې د استانبول دوه ورځنی غونډه د ایتلاف شاوخوا څلویښتو غړیوتحریم کړې وه.
د سوریې د ملي ایتلاف یو شمېرغړي وایي، ترهغو پورې چې دا تضمین نه وي ورکړل شوی چې بشارالاسد به په راتلونکي انتقالي حکومت کې هیڅ ډول ونډه نه لري، د سولې په خبروکې ګډون ونکړي.
د سوریې حکومت مخکې اعلان کړې وه چې د جنیوا دوه کنفرانس کې ګډون کوي.
د سوریې د حکومت ضد وسله والوډلو ویلي چې نه غواړي له حکومت سره خبرې وکړي.
د سوریې لویدیځ پلوې د پوځي عالي شورا مشرجنرال سلیم ادریس په یوه بیان کې ویلي چې د هغې حل لارې ملاتړکوي چې قدرت د سیاسي انتقال له لارې تضمینوي.
هغه د ملي ایتلاف له غړیو چې د جینوا په کنفرانس کې ګډون کوي، وغوښتل چې له قدرته د اسد او نوروچارواکود لیرې کیدو پرغوښتنې ټینګاروکړي.
د غه راز د سوریې د انقلابي جبهې ویاند عصام الریس هم ویلي چې دوی هم له قدرته د بشارالاسد د لیرې کیدو لپاره د حل لارې ملاتړکوي.