د افغان ټیلي کام مخابراتي شبکې د انټرنټ بیه ۳۰ سلنه کمه کړه

د افغانستان د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په هېواد کې د افغان ټیلي کام مخابراتي شبکې له خوا د انټرنټ په بیو کې دېرش فیصده کموالی اعلان کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر نن پر غیر دولتي مخابراتي شبکو هم غږ وکړ چې؛ د خپلو انټرنټي خدماتو بیې ټیټي کړي.

ښاغلي سنګین وویل، له دې کبله چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، نو افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لارې دغه آسانتیا هېواد ته راوړي.

د ښاغلي سنګین په خبره په پاکستان کې د بیلا بیلو شرکتونو تر منځ د سیالۍ په نتیجه کې اوس په افغانستان کې د انټرنټ بیې راټیټې شوي.

ښاغلی سنګین وایي، دا درېیم کال دی چې، د نوري فایبر د غځېدو وروسته هر کال په بیو کې شل یا دېرش فیصده کموالی راځي.