د کابل په وزير محمد اکبرخان مېنه کې پر يوه رستورانټ بريد وشو

د کابل د وزير محمد اکبرخان مېنې پر څوارلسم سړک پر يوه رستورانټ Lebanese چې بهرنيان هم ورته راځي، بريد شوى دى.

لومړني راپورونه وايي چې په پېښه کې دوه کسان ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي وويل، چې ښايي د ټپيانو شمېر تر دې زيات وي او په هغو کې موټرچلوونکي او هغه کسان هم شامل دي، چې له رستورانټ دباندې يې انتظار کاوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي د يوې زورورې چاودنې ږغ يې اورېدلى دى. تر چاودنې وروسته له سيمې د نيم ساعت لپاره ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي. له چاودنې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه ورسېدل او سيمه يې کلابنده کړه.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو رئيس سيد ګل اغا هاشمي د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د چاودنې او وروسته د ډزو راپور تاييد کړ.

د کابل وزير محمد اکبرخان مېنه هغه سيمه ده چې د بهرنيانو دفترونه، سفارتونه، مېلمستونونه، ځينې هوټلونه او شرکتونه په کې دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى دى.