سمونوالې جمیلې بیاض خپله دنده پيل کړه
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کابل ښار یوې حوزې ته یوه ښځینه پولیسه د امرې په توګه ټاکل شوې او دا مېرمن وایي چې؛ قاطعیت به له فساد سره مبارزه وکړي.
سمونواله جمیله بیاض د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له خوا دغې مهمې دندې ته وټاکل شوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي،غواړي په دې ډول په تولنه کې د ښځینه و پولیسو ونډه زیاته کړي.
په اوسنیو شرایطو کې د یوې افغان میرمنې ټاکل په یوې مهمې امنیتي برخه کې د ځينو لپاره د بحث وړ موضوع ده.
خو د سمنوالې جمیلې بیاض قوي ارادې او باور د افغانستان د نورو نسلونو لپاره د بریاوو دروازه پرانیستله.
سمونواله جمیله بیاض د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له خوا د کابل ښار د لومړې امنیتي حوزې د امرې په توګه وټاکل شوه.