په مصر کې دوه ورځنۍ ټول پوښتنه پرون پای ته ورسېده

د مصر د نوي اساسي قانون په اړه دوه ورځنۍ ټولپوښتنه پرون پايته ورسېده.

مصريانو په دې ټولپوښتنه کې په داسې حال کې خپلې رايې وکارولې، چې پرون تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د رايې ورکولو د مرکزونو مخې ته کتار ولاړ وو.

کله چې شپږ مياشتې مخکې اسلامپال ولسمشر محمد مرسي د پوځ له خوا له واک څخه ليرې شو، دا په مصر کې لومړۍ ملي ټولپوښتنه ده.

پرون په ټول مصر کې د تاوتريخوالي له کبله لږ تر لږه يوولس کسان ووژل شول.

د پخواني ولسمشر مرسي اخوان المسلمين ګوند له دې ټولپوښتنې بايکاټ اعلان کړى و.