المطلق: د القاعده د جنګیالو د ماتولو لپاره ملي یووالى په کار دى

د عراق د صدراعظم مرستیال وایي، په دغه هېواد کې د القاعده شبکې د جنګیالو د ماتولو لپاره ملي یووالي اړتیا ده، هغه په امریکا غږ وکړ چې له عراق سره کومک وکړي.

د عراق د صدراعظم مرستیال صالح المطلق پرون په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا په ترڅ کې له امریکا وغوښتل چې د تروریستانو د ماتولو لپاره له عراق سره مرسته وکړي:

"هغه هېوادونه چې په ۲۰۰۳ کال کې یي په عراق کې مداخله وکړه مسولیت لري چې په دغسې یوې مرحلې کې د عراق له څنګه ودریږي او ورسره مرسته وکړي."

د عراق د صدراعظم مرستیال زیاته کړه چې امریکا دې په عراق کې خپل ملګري ملي روغې جوړې ته وهڅوي:

"یواځې په وسلو کار نه کیږي. وسلې مهمې دي خو ټول کارنه شي کولای.

موږ باید د عراق اردو هم پياوړي کړو او په عین وخت کې په هېواد کې روغه هم رامنځته کړو."


د عراق د صدراعظم مرستیال په داسې وخت کې د امریکا لیدنه کوي چې په وروستیو اونیو کې د عراقي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې زیاتې شوي دي.

د القاعده شبکې پلوي جنګیالو په فلوجه او رمادې ښارونو کې د عراق د پوځ دوه ټانکونه ویجاړ کړي او د پولیسو ګڼ شمېر مرکزونه یي نیولي دي.

د ازادې راډیو عراقي څانګه رپوټ ورکوي چې وسله والو مخالفینو د رمادي په ښارکې د الثبات مرکز بیرته نیولی او د دغه ښار جنوبي سیمې په خپل لاس کې لري.

په عین حال کې دولتي ځواکونه او ځیني سني قبایل د انبار د ولایت په څو سیمو کې د القاعده شبکې او نورو قبایلو د جنګیالو په مقابل کې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د ازادي راډیو عراقي څانګه رپوټ ورکوي چې شاوخوا اته سوه کورنیو د انبار د ولایت په ۱۵ ښونځیو کې پناه اخیستې.

د عراق اردو وویل چې د دغه ولایت په لویدیځه برخه کې یي د عراق او شام د اسلامي دولت د ډلې اته وسله وال کسان وژلي دي.

بل خوا د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون په بغداد کې وویل، تهران د تروریزم ضد جګړه کې له عراق سره مرسته کوي.