نورستاني: ناامنۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندى لوى خنډ دى

د حقیقت څه دی په دې پروګرام کې مو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مشر احمد یوسف نورستاني سره د دوي په چمتوالي او د انتخاباتو لپاره د دوي په اندیښنو خبرې کړي.

ښاغلی نورستاني وایي، نا امنۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره دوي ته لویه اندیښنه ده خو وایي هیله من دي چې افغان امنیتي ځواکونه به د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.

نوموړی وایي، ولایتونو ته یې د رایه ورکونې د غیرحساسه موادو لیږد پیل کړی خو وایي چې حساس مواد به هم له انتخاباتو څو ورځې وړاندې ورسیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟