د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان په شمال کې د خپلسرو وسلوالو د بېوسلې کولو لپاره په جديت سره کار کوي.
دغه وزارت ډاډ ورکوي، چې تر انتخاباتو مخکې به په شمال کې بشپړ امن ټينګ شي.
تر دې مخکې د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکو پر غيرمسوولو وسلوالو کسانو د اعتراض لپاره يوه غونډه جوړه کړې وه.
دوى ويل چې خپلسري وسلوال، روانه ناامني او ګډوډي به د دې سبب شي چې په دې ولسوالۍ او د کندوز په نورو سيمو کې انتخابات ونه شي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې د هېواد په شمال کې به د خپلسرو وسلوالو د کنټرول او بېوسلې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د دغه وزارت وياند وايي په کندوز ولايت کې به هم د نوي امنيه قوماندان په مرسته د دغو خپلسرو وسلوالو شمېر تثبيت او د بېوسلې کولو لپاره پلانونه عملي کړي.
صديق صديقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، که خلک له دغو وسلوالو ډلو ټپلو شکايت لري، کولاى شي له پوليسو سره يې مطرح کړي
”د هېواد په هره برخه کې زموږ پوليس دا دنده لري چې غير مسووله کسان بېوسلې او هغه کسان چې قانون نه مني، په وړاندې يې قانوني چلند وکړي او وسلې يې ضبط کړي. دا کار په شمال کې هم روان دى.
که خلک ستونزه لري، کولاى شي له پوليسو سره يې مطرح کړي او د دې ستونزې د حل لپاره پوليس په جديت سره کار کوي“
پرون د کندوز ولايت په لسګونو اوسېدونکو په يوه غونډه کې شکايت وکړ، چې د کندوز په ځينو ولسواليو له دې جملې خان اباد کې خپلسري وسلوال زيات شوي دي.
خلکو ويل چې دغه خپلسري وسلوالې ډلې په خپلو کې جګړې کوي، چې ملکيانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.
دوى شکايت درلود که د غيرمسووله وسلوالو ډلو خپلسري او خپلمنځي شخړې دغسې روانې وي، په دې او نورو ناامنو ولسواليو کې به راتلونکي انتخابات ونه شي. خو د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکړ، چې تر انتخاباتو پورې به دغه وسلوالې ډلې بېوسلې او امن تامين شي.
د کندوز يوه له ناامنيو ولسواليو څخه خان اباد ولسوالي ده، د خان اباد سرپرست ولسوال قدرت الله ساپي له لوړ رتبه چارواکو غوښتنه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې د امن د ټينګښت لپاره اقدام وکړي:
”د امنيت ستونزه زموږ د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ له صلاحيت نه لوړه ده، تمه لرو، چې د ولايت چارواکي راسره همکاري وکړي، چې دلته امنيتي وضعيت ښه شي“
په کندوز کې د ازادۍ راډيو د خبريال راپور ورکوي، چې له خان اباد ولسوالۍ څخه ګڼې کورنۍ د خپلسرو وسلوالو ترمنځ د جګړو له کبله د خپلو سيمو پرېښودلو ته اړې شوې دي.
په کندوز کې د پرونۍ غونډې برخوالو پر والي او د ولايت پر امنيه قوماندان تور ولګاوه، چې له دغو وسلوالو ډلو سره اړيکې لري، خو چارواکو دغه تورونه رد کړي دي. کندوز والي او امنيه قوماندان له خلکو سره ژمنه وکړه، چې ستونزې به يې ورحلوي.
تر دې مخکې هم د شمال له ځينو ولايتونو د خپلسرو وسلوالو ترمنځ د شخړو او جګړو راپورونه ورکول شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5