جان کري له خپل روسي سیال سره د سوريي په اړه غږیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن په پاریس کې له خپل روسيي سیال سره د سوريي د جګړې په پای ته رسولو کې د ایران د رول په اړه خبرې کوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي تهران په هیڅ صورت کې د سوريي په اړه د جینیوا په جوړیدونکي کانفرانس کې د ګډون د بلنې غوښتونکی نه دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن له خپل روسيي سیال سرګي لافروف سره په پاریس کې کتنه کوي.

جان کري او لافروف به د سوريي د روانې جګړې په ختمولو کې د ایران د رول په اړه په خپلو کې خبرې وکړي.

ایران د سوريي د ولسمشر بشار اسد د رژیم له نزدې او کلکو متحدانو څخه شمیرل کیږي.

جان کري د یکشنبې په ورځ په پاریس کې وویل، د سوريي د شخړې د حل لپاره د ایران له هر ډول نوښت او لوالتیا څخه هرکلي کوي.

خو اخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې هیواد يې د سوريي په اړه د جینیوا په دوهم کانفرانس چې د روانې جنوری میاشت په ۲۲ نیټه جوړیږي ، د ګډون لپاره د بلنې غوښتونکی نه دی.

نوموړي وویل، موږ غواړو چې په جینیوا دوهم کانفرانس کې برخه واخلو خو ددې لپاره به د بلنې ترلاسه کولو غوښتنه ونه کړو.

د سوريي د حکومت اپوزسیون ملي ائتلاف چې له انتقادونو سره هم مخ دی ،ویلي چې د جینیوا په کانفرانس کې د ګډون په اړه غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له هغو ۱۱ شخصیتونو څخه دی چې د جینیوا په کانفرانس کې د سوريي د ملي ائتلاف د ګډون په هدف ددې ائتلاف له مشر محمد جربا سره کتنه کړې ده:

(زه ډاډه یم چې د خبرو اترو د دوام لپاره به محمد جربا او نور د جینیوا په کانفرانس کې ګډون وکړي.)

ټاکل شوې ده چې د سوريي د حکومت ضد ملي اېتلاف به راتلونکې جمعه د جینیوا په کانفرانس کې د ګډون په اړه خبرې او رای ګیري وکړي.

خو دې ائتلاف موافقه کړې چې د سوريي په اړه د جینیوا دوهم کانفرانس له پیل سره سم به اوربند وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي د جینیوا په کانفرانس کې به د سوريي د حکومت د چارواکواو د روسيي د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د شاوخوا ۳۰ هیوادونو مقامات او استازي ګډون وکړي.