د سوریې د دوستانوپه نوم ډله نن په پاریس کې غونډه کوي

د سوریې د دوستانوپه نوم ډله نن په پاریس کې غونډه کوي ترڅو د سوریې اپوزیسیون وهڅوي چې د سولې په را روانو خبروکې ګډون وکړي.

که څه هم د سوریې حکومت په دې خبرو کې د ګډون خبره کړې؛ خو د سوریې اپوزیسیون چې په خپلو کې ویشل شوی، تراوسه پورې یې خپل دریځ ندی مشخص کړی.

د امریکا د بهرنیو چارووزیرجان کري د سوریې د دوستانو د ډلې په غونډه کې د ګډون په مقصد له واشنګټنه پرون د پاریس په لورروان شو. کري به د سوریې پراپوزیسیون ډلو فشارراوړي چې د سولې په راتلونکې خبروکې ګډون وکړي.

د سوریې د دوستانو په نوم غونډه کې چې نن د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړیږي؛ د یوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د سوریې په اړه د جنیوا دوه کنفرانس اوهم د سوریې د اپوزیسیون د مهمې ډلې له مشر "احمد جربا" څخه ملاتړ څرګند کړي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالات، برتانیا، فرانسه، جرمني، ایتالیا، ترکیه، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، مصراو اردن به پرجربا فشارراولي چې د اپوزیسیون ډلې دې ته وهڅوي چې؛ د ملګروملتونو په مشرۍ د سولې په کنفرانس کې چې ټاکل شوې؛ د جنوري په دوویشتمه د سویس په مونټریکس ښارکې جوړشي، ګډون وکړي.

دا به د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې راهیسې چې په سوریه کې شخړې پیل شوي، لومړی ځل وي چې؛ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم له مخالفینو سره د یوه مېز ترشاه خبروته کښیني او د شخړو د پای ته رسېدو پرمسالې خبرې کوي.

که څه هم د سوریې حکومت په دې خبرو کې د ګډون خبره کړې؛ خو د سوریې اپوزیسیون ډلو چې په خپلو کې ویشلې شوي په دې اړه چې ایا په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او که نه؟ رایې اخیستل د جنوري تر اولسمې نیټې پورې ځنډولي دي.

ایران چې د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی بلل کیږي؛ امریکایي ډيپلوماټانو د جمعې په ورځ وویل؛ چې دا هېواد په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې؛ کري به د پاریس له غونډې وروسته کویټ ته ولاړشي؛ چېرې چې، ټاکل شوې د جنوري په پنځلسمه د سوریې د مرسته کونکو کنفرانس جوړشي.

په دې کنفرانس کې به چې هدف یې د سوریې له جګړه ځپلو ملکي خلکو سره د مرستې لپاره د شاوخوا شپږنیم میلیارډ ډالرو مرستې راجلبول دي؛ د شاوخوا شپیتو هېوادونو چارواکي ګډون وکړي.