"په غزني کې د کانکور ازموینه شفافه نه وه"

په غزني کې د کانکور ازموینې ګډونوال شکایت کوي، چې په دې ولایت کې د کانکور ازموینه شفافه نه وه.

په ولسي جرګې کې د غزني د خلکو استازي هم وايي، چې په دې ولایت کې د کانکورازموینه معیاري نه وه او باید له سره ورباندې غور وشي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې په غزني کې د کانکورازموینه شفافه او معیاري وه.

د کانکورد ازموینې لپاره لږ وخت، د فورمو کمښت، چاپي ستونزې او په تیاره کې د ازمویني اخیستل د غزني ولایت د کانکور د ګډونوالو اساسي شکایتونه دي.

په غزني کې د کانکور ازمویني ګډون کوونکي وایي، چې نه یې ازموینه په معیاري ډول اخیستل شوې او نه هم ورسره د لوړو زده کړو وزارت ورغلي پلاوي همکاري کړې.

دوي له افغان دولته غواړي، چې د کانکور د دې ازموینې پر نتیجو له سره غور وکړي:

“فورمونه نه ویل کېدل، وخت ډیر کم و، په یوه ګدام کې څلور ـ پنځه سوه کسان وه او د موټرو څراغونو ته یې ازموینه ورکړه.

پر څلور بجې یې د ازمویني پاڼې وویشلې او پر پنځه بجو یې ټولې کړې، فورمونه یې پر منځ دوه ځایه کول، یوه برخه یوه تن او بله برخه یې بل کس ته ورکول کېدل او نه ویل کېدل.

12 کاله خواري کاږو، درس وایو، کله چې نتیجه دا ډول کېږي، دا ډیره د خواشینۍ وړ ده. ”


د روانې میاشتې پردیارلسمه او څوارلسمه نېټه په غزني کې له نژدې 12 زره کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د کانکورپه ازموینو کې د ګډوډیو خبره نوې نه ده، تردې څو اونۍ مخکې په لوګر ولایت کې د کانکور ازموینه د ګډوډیو او نه معیاريتوب له امله لغوه شوه.

په لوګرکې له نږدې څلور زرو فارغینو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه؛ خو د کانکور کمیټې استول شوي پلاوي په ازموینه کې د درغلیو له امله د ازموینې پاڼې ویالې ته واچولې.

خو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بیا د کانکور ازموینه دا ډول نه ده.

پر لوګر او غزني ولایتونو سربیره په سرپل ولایت کې د کانکور ازموینه څه ډول اخیستل شوې.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو استازي هم د خپل ولایت د سلګونو هغو ځوانانو چې په کانکور کې یې ګډون کړی و، شکایتونه تائیدوي.

چمن شاه اعتمادي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته یې د غزني د ځوانانو شکایتونه ور رسولي او دې وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د غزني ولایت د کانکور ازموینه به د یوه پلاوي له خوا وڅېړل شي.

خو د لوړو زده کړو وزارت چارواکې وايي، چې د غزني ولایت د کانکور ازموینه په ښه او معیاري ډول اخیستل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت اوس مهال د هېواد په سطح په 38 حوزو کې د کانکور ازموینه اخلي، چې تر اوسه په شا او خوا شلو حوزو کې اخیستل شوې ده.

د دې وزارت مسوولینو ویلي وه د کانکور د ازموینې لپاره د حوزو ډیریدل که څه هم د ازموینې ګډونوالو ته اسانتیاوې برابروي، خو په څنګ کې یې د ملي شورا د یو شمېر غړو لاس وهني د دې ازموینې شفافیت له منځه وړي.

د مشرانو او ولسي جرګې اداري پلاوو ویلي، چې وکېلان او سناتوران حق نه لري، چې د حکومت په کارونو کې په غیر قانوني ډول لاس وهنه وکړي.

معصوم میوند- کابل