د محمد مرسي د محاکمې غونډه وځنډول شوه

د مصر د پخواني جمهور رییس محمد مرسي د محاکمې نننۍ غونډه وځنډول شوه.

قاضي احمد صبري یوسف د محاکمې دغه غونډه راتلونکې میاشتې ته وځنډوله.

د مصر دولتي تلویزیون وویل، د محاکمې تالار ته د مصر د پخواني جمهور رییس را رسیدل د هوا د خرابوالي له امله وځنډیدل.

ټاکل شوې وه چې؛ محمد مرسي په قاهره کې د پولیسو په اکاډمۍ کې د محاکمې لپاره په یوې الوتکۍ کې راوستل شي.

محمد مرسي چې؛ له پراخو ولسي مظاهرو وروسته د تیر کال د جولايي د میاشتې په دریمه د پوځیانو له خوا له واکه لیری کړای شو، د اسکندريي ښارته نژدې په یو محبس کې بندې دی.

د مصر پخوانی جمهور رییس د هغه د واکمنی په مهال د جمهوري ریاست د ماڼۍ مخې ته د مظاهره چېانو د وژل کېدو په ارتباط محاکمه کېږي او نن یې د محاکمې دوهمه غونډه ده.

امنیتي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته وویل: پولیسو د مرسي یو شمېر پلویان چې په قاهره کې د پولیسو د اکاډمې مخې ته راغونډ شوي وو، ونیول او د قاهرې په شمال کې د مظاهرچېانو د تیتولو لپاره له اوښکې بیوونکي ګازه کار واخیسته.

محمد مرسي د تیرې نومبر د میاشتې په ۴ د دغې محاکمې په لومړنۍ غونډې کې د محکمې د اقداماتو مخالفت وکړ او ويي ویل چې؛ دی اوس هم د مصر مشروع جمهور رییس دی.

هغه او ورسره نورو تورنو کسانو په تالار کې شعارونه ورکړل او د محاکمې جریان یې مختل کړ.

د مصر پخوانی جمهور رییس محمد مرسي د اخوان المسلمین له ۱۴ نورو غړو سره محاکمه کېږي.

د اسلامي ګوندونو یو ایتلاف چې اخوان المسلمین یې مشرې کوي په خپلو پلویانو غږ کړی چې د محمد مرسي د محاکمې د غندلو لپاره د یوه میلیون کسانومظاهره وکړې.

د محمد مرسي محاکمه د مصر د نویو واکمنانو لپاره یو ازمیښت ګڼل کېږي.

د مصر نوی حکومت د مظاهره چېانو په وړاندې د شدید چلند له امله تر فشارلاندې دی.

تیر کال له واکه د مرسي له لیرې کېدو وروسته زر کسه په مصر کې وژل شوي او زرګونه نور بندیان شوي دي.

د عربي نړۍ په دغه له ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی د سیاسي روغې نښې تر اوسه نه لیدل کېږي.