حزب الله: لبنان د ورانېدو له خطر سره مخ دی

د لنبان په مرکز بېروت کې وروستۍ چاودنې

په بیروت کې له پرونۍ چاودنې وروسته د ایران پلوي شیعیه ډلې حزب الله د لبنان له خلکو وغوښتل چې؛ د هېواد د ورانۍ د مخنیوي لپاره سره یوشي.

د حزب الله مرستیال مشر "شیخ نعیم قسیم" ونه ویل چې؛ د ا برید به چا کړی وي؛ خو ده له سني افراطي تروریستي ډلو سره د مقابلې لپاره غږ وکړ. حزب الله پر مخکینیو حملو هم دا ډلې ګرمې بللې وې.

د حزب الله مرستیال مشر وویل؛ که سیاسي تفاهم ونه شي نو لبنان به د ورانېدو پر لیکه روان وي او دا هېواد له ملي یووالي پرته ژغورل کېدای نشي. نوموړي زیاته کړه، چې د لبنان د ورانېدو مخه یوازې په سیاسي تفاهم او د ملي یووالي د یوه حکومت په سمدستي جوړېدو سره نیول کېدای شي؛ څو په ټول لبنان کې له تروریستي حملو سره مقابله وکړي.

د حزب الله مشران دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې؛ پرون د بیروت په جنوب کې د دې ډلې پر یوه مرکز موټربم حمله وشوه. وروسته له دې چې حزب الله تېرکال د سوریې په جګړه کې خپل ګډون اعلان کړ؛ پر دې ډلې دا څلورم برید دی. د روغتیا وزیر علي حسن خلیل په بیروت کې خبریالانو ته وویل چې؛ دې برید تلفات درلودل:

"د لومړنیو معلوماتو له مخې سمدستي موږ ۴ شهیدان او ۶۶ ټپیان لرو. دوی په څلورو روغتونونو کې تر علاج لاندې دي؛ خو ډېره برخه یې په بهمن روغتون کې دي؛ چې د ځینو حالت نازک دی."

له پرونۍ حملې څه کم یوه اونۍ مخکې د پلازمېنې بیروت په مرکز کې یوې زورورې موټربم چاودنې د لبنان د کابینې یو پخوانی غړی محمدشطح چې د سوریې له حکومت سره مخالف و، له اوو نورو کسانو سره یوځای وواژه.

پر حزب الله تور پورې دی چې؛ خپل زرګونه جنګیالي یې سوریې ته استولي؛ څو د خلکو د پاڅون په وړاندې د ولسمشربشاراسد ملاتړ وکړي.

د سوریې په جګړه کې د حزب الله له ښکېل کېدو وروسته په لبنان کې د حملو یوه لړۍ پیل شوه چې د شیعیه او سني ترمینځ د نفاق اور ته یې لمن ووهله. د همدې نفاق له وجې لبنان د تېرکال له اپرېل میاشتې راهیسې چې د نجیب میقاتي کابینې استعفا وکړه تراوسه بې حکومته دی.