د پيښور په توحیداباد سیمه کې تیره شپه یوې بمي چاودنې درې تنه افغان کډوال وژلي

د پيښور په توحیداباد سیمه کې تیره شپه یوې بمي چاودنې درې تنه افغان کډوال وژلي او شپږ تنه یې ټپيان کړي دي.

د سيمې امنيتي مسوولين وايي، چاودنه هغه مهال وشوه، چې يوه مشکوکه ريکشا د افغان کډوالو له کمپ څخه د ښار پر لور روانه وه او د توحيد اباد په سيمه کې په کې چاودنه وشوه.

د پېښور د بمونو د غېر فعالولو ادارې مسوولین وایي چې؛ په چاودنه کې ٨ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي وو چې؛ د ريموټ کنټرول په وسیله الوزول شوي دي.

توحید اباد "پهندو" د پېښور ښار شمال ته د افغان کډوالو د کيمپ پر لويه لار پرته سيمه ده، چې شاوخوا يې د افغان کډوالو ځينې کوچني کمپونه هم شته، چې ډېرى اوسېدونکي يې د افغانستان د ختيځو ولايتونو وګړي دي.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا نه دې منلې.