چارواکي: د وسله والو طالبانو د کوټې د شورا يو مهم غړی د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوی

افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو د کوټې د شورا يو مهم غړی په کوټه ښار کې د نامالومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، ، د طالب وسله والو دغه قومندان او د کوټې شورا مهم غړی ملا نور الله نومېږي او تېره ورځ د کوټې ښار په پښتون اباد سيمه کې د خپل کور مخ ته د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو وژل شوی .

افغان چارواکي وايي، ملا نورالله نه يوازې د کوټې شورا غړيتوب درلود، بلکې وايي، د لسګونو وسله والو مشري يې کوله او د زابل په شينکۍ، سيوري او نوبهار ولسواليو کې يې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو پر ضد د جګړې مشري کوله.

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي په دې باور دی چې د ملا نور الله له وژل کېدو سره به د زابل په ځينو ولسواليو کې د دولت پر ضد د طالبانو روانه جګړه کمزورې شي.

تر اوسه پورې خپله وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.