پاکستان: په بلوچستان ایالت کې د ډبرو د سکرو اته کارګران تښتول شوي

راپورونه وايي چې؛ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو د سکرو اته کارګران تښتول شوي دي.

ویل کیږي، دا هغه کارګران دي چې د کوټې د شمال ختیځ په ۱۶۵ کیلومترۍ کې په پراته یو شخصي کان کې یې کار کوه.

تښتول شوي کسان د ډبرو د سکرو کان ته نژدې په یو کمپ کې ویده و، چې مخ پټو وسلوالو پرې برید کړی او ناڅرګند ځای ته یې تښتولې یي دي.

د هرنايي په نوم د دې سیمې یو چارواکي ویلي، ټول تښتول شوي کسان د خیبر پښتونخوا د ایالت د سوات اوسیدونکي دي.

تراوسه پورې د دې کان کیندونکو د تښتونې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو بلوچ ازادي غوښتونکو ټولو هغو کسانو ته چې په دې سیمه کې په کانونو کې کار کوي خبرداری ورکړی چې؛ که له کارکولو لاس په سر نه شي له بریدونو سره به مخ شي.