د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان نن پاکستان ته ورسید

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان نن پاکستان ته ورسید. دا سفر د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د زیاتېدو لپاره دی.

اردوغان به د لاهور په ښار کې له سکرو د انرژي د ترلاسه کولو په یوې پروژې کې د ترکانو د پانګونې تړون لاسلیک کړي. د دغې پروژې وړاندیز د پاکستان د حکومت له لورې شوی و.

له اردوغان سره په دې سفر کې یو شمیر وزیران، سوداګر او د کمپنیو مشران ملګرې دي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف په وروستیو کې د هغو ترکانو لپاره چې په پاکستان کې د انرژي په برخه کې پانګونه کوي یو شمیر مالیې وبخښلې.

ټاکل شوې ده چې، اردوغان به سبا اسلام اباد ته ولاړ شي او هلته به د سکرو او بریښنا د یوشمیر پروژو تړونونه لاسلیک کړي.