صدیقي: یو پلاوی به په ارزګان کې د دوو ښځو د وژلو پيښه په جدي توګه تعقیب کړي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ یو پلاوی ټاکل شوې څو په ارزګان کې د دوو ښځو د وژلو پيښه په جدي توګه تعقیب کړي.

تیره اوونۍ د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې کې نامعلومو وسلوالو کسانو یوه ښځېنه ښوونکې او یوه پولیسه ووژلې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل؛ چې ټاکل شوې پلاوی به قضیه له نږدې وڅیړي:

"د کورنیو چارو د وزیر د هدایت له مخې د کشفي ارګانونو نه یو جوړ شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه؛ څو په ارزګان کې د دوه وو ښځو د وژلو قضیه په جدي توګه وڅیړي او عاملین دې ونیول شي."

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې ښځینه پولیسې او ځینې نورې ښځې په دولتي ادارو کې یې کار کاوه د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوې دي.