د ایران د اټمي پروګرام د خبرو مرکچي وايي؛ د شپږو قدرتونو له استازو سره خبرې د کرسمس له رخصتیو تر وروسته مودې پورې وځنډول شوې.
د ایران د بهرنیوچارو مرستیال وزیر عباس عراقچي وویل، ده او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن پرون په ټلفوني خبرو کې موافقه وکړه چې د دوی خبرې د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس او نوي کال له رخصتیو یوه اونۍ وروسته پیل شي.
د ایران د اټومي پروګرام په اړه، پر جرمني سربېره د ملګروملتونو له پنځو دایمي غړو امریکا، برتانیا، فرانسې، چین او روسیې سره د ایران د استازي خبرې د ډسمبر په نولسمه نېټه بياپیل شوې.
عراقچي د شنبې په ورځ وویل چې د دوی خبرې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د موقتې موافقې د عملي کولو په څرنګوالي کې د اختلاف له وجې ورو پرمختګ کوي.
د نوامبر د څلورویشتمې نېټې د موافقې له مخې ایران موافقه کړې چې خپل اټمي پروګرام به لږترلږه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره بندوي او په بدل کې به یې پر دې هېواد د لویدیځ له خوا ځینې لګول شوي بندیزونه له مینځه ځي.