اوباما په جنوبي سوډان کې له پوځي لارې واک ته د رسېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر په جنوبي سوډان کې له پوځي لارې واک ته د رسېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې، په دې کارسره به امریکا او نړیوال له دې هیواد سره مرستې بندې کړي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما خبرداری ورکړ چې؛ که وسله والې ډلې په جنوبي سوډان کې هڅه وکړي چې؛ له پوځي لارې واک ته ورسیږي نوبه نړیوال له دې هیواد سره مرستې بندې کړي.

اوباما دا خبرداری وروسته له هغې ورکړ چې؛ د راپورونو له مخې د امریکا څلور پوځیان له جنوبي سوډانه د امریکایانو د ایستلو په عملیاتو کې ټپیان شول.

دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې؛ د امریکا د پوځ پر درېیو الوتکو چې د مخالفو وسله والو ترکنټرول لاندې سیمه "بور" ته په لاره وې؛ ترڅو امریکایي اتباع له دې نا آرامه سیمې وباسي، ډزې وشوې.

اوباما د جګړې ښکیلې خواوې دې ته وهڅولې چې؛ د خبرو له لارې شخړې پای ته ورسوي.

د سپینې ماڼۍ د چارواکو په وینا؛ اوباما وویل چې، هره هغه هڅه به چې قدرت ته د رسېدو لپاره له پوځ څخه کار اخیستل کیږي؛ له جنوبي سوډان سره د امریکا او د نړیوالې ټولنې اوږدمهاله مرستې پای ته ورسوي.

جنوبي سوډان وروسته له هغې چې د دې هېواد پوځ پرمهمو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ؛ د کورنۍ جګړې لورته مخه کړې ده.

پوځ پاشل شوی او جلا شویو پوځیانو مهمې سیمې په خپله ولکه کې راوستې دي.

په جنوبي سوډان کې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې؛ د دې هېواد ولسمشر "سلوا کییر" خپل مرستیال ولسمشر "ریک مچر" د کودتاه د هڅې په تورله کاره ګوښه کړ. د مچر پلویو پوځیان د پلازمینې "جوبا" پرشمالي سیمې "بور" کنټرول لري او د حکومت وسله وال ځواکونه هڅه کوي چې؛ دغه سیمه بېرته ونیسي.

په جوبا کې د امریکا سفارت په ټویټرپاڼه کې ویلي چې؛ په وروستیو ورځو کې له څلورنیم سوو زیات امریکایان او نور بهرانیان د جګړو له سیمې ایستل شوي دي.

جنوبي سوډان چې په ۲۰۱۱ کال کې له سوډانه جلا شوی؛ د خپلواکۍ له اعلان راهیسې قومي اختلافاتو، فساد او بې وزلۍ ځپلی دی. د دې هېواد په روانو شخړو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور د ملګروملتونو ترکنټرول لاندې خوندي سیمو ته تښتېدلي دي.

په دې هېواد کې د روانو شخړو ترشاه دواړه سیاسي او قومي انګیزې پرتې دي.

اوسنی ولسمشر "سلواکییر" په "ډینکه" او د هغه رقیب "ریک مچر" په "نویر" قومونو پورې تړلي دي.