په ننګرهار ولایت کې د "جمدرما" او "فارم هډې" پلونو روغول کیږي

چارواکي وايي په ننګرهار کې د "جمدرما" او "فارم هډې" پلونو د رغیدو پرانسته وشوه.

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودین د یکشنبې ورځ له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د جمدرما او فارم هډې پلونو د رغیدو په پرانست غونډه کې وویل؛ چې د فواید عامې وزارت له خوا یادو پلونو لپاره څلرویشت ميلیونه افغانۍ ځانګړې شوي؛ چې پر یادو پلونو به سره له اوس څخه کار پيلیږي او په راتلوونکو څوارلس میاشتو کې به ورغول شي.

جمدرما هغه مهم پول دی، چې د کابل جلال اباد موټرې پرې تګ راتګ کوي او اوس مهال د تنګوالي له امله ډیر کله په دې ساحه کې لاره بنده وي.