په لغمان کې درې تنه ځان وژونکي بریدګر له یوه موټر بم سره نیول شوي

چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې درې تنه ځان وژونکي بریدګر له یوه موټر بم سره نیول شوي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي؛ چې تېر ماښام د لغمان د ملي امنیت ځواکونو درې تنه ځان وژونکي بریدګر ونیول؛ چې د دغو درې تنو له نیول کېدو وروسته یو موټر بم، چې د یادو کسانو له خوا په کې یوسلو څلویښت کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای پرځای شوي وو؛ د مرکز اړوند په مشه خیلو سیمه کې کشف او له منځه يې یوړه.

ځواک وايي، چې یادو کسانو غوښتل، چې د لغمان مرکز په مهترلام ښار کې برید ترسره کړي؛ خو امنيتي ځواکونو يې پلان شنډ کړ.

د لغمان د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي.