نړېوال بانک د کار او ټولینزو چارو وزارت سره مرسته وکړه

د دې وزارت مرستیال واصل نورمهمند د یکشنبې په ورځ په دې اړه د یوه تړون د لاسلیک کولو پرمهال خبریالانو ته وویل چې؛ دغه پروژه به د کابل ښار په څلورو ولسوالیوکې پلي شي.

نړېوال بانک د افغانستان د کار او ټولینزو چارو وزارت سره څه باندې اوه میلیونه او شپږ سوه افغانۍ مرسته وکړه ترڅو معلومو کسانو ته د حرفې او کسبونو د زده کولو پروګرام پرمخ یوسي.

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې؛ د معلولینو په برخه کې د نوي تړون له مخې به درې سوه تنه معلولو کسانو ته په فني او حرفوي برخو کې روزنه ورکړل شي.

د دې وزارت مرستیال واصل نورمهمند د یکشنبې په ورځ په دې اړه د یوه تړون د لاسلیک کولو پرمهال خبریالانو ته وویل چې؛ دغه پروژه به د کابل ښار په څلورو ولسوالیوکې پلي شي.

مهمند وایي چې؛ د دې تړون له مخې معلولو کسانو ته د شپږ میاشتو لپاره روزنه ورکول کیږي:

"د دې کسانو د روزنې لپاره پيسې نړېوال بانک ورکوي چې شاوخوا اوه میلونه شپږ سوه او پنځه دیرش زره او پنځه سوه افغانی کیږي.

د زده کړې موده یې شپږ میاشتې ده او په نهو حرفوي برخو لکه فایبر ګلاس، د کاغذي کڅوړو جوړول، نجاري، خیاطي، لین دواني، کاشي کاري، د چرګانو ساتل، د بوټونو ګنډل او کمپیوټر په برخو کې روزنه ورکول کیږي."


د معلولو کسانو په برخه کې د دې پروژې مالي لګښت نړېوال بانک ورکوي چې؛ د افغانستان د ځوانانو د بشر دوستې په نوم یوې موسسې له خوا پلي کیږي.

دغه پروژه د کابل ښار په ده سبز، شکردره، ګلدره او بګرامیو ولسوالیو کې پلي کیږي چې؛ معلولینو ته په کې نجاري، خیاطي، کاشي کاري، بوټ ګڼدل او ځینې نور کسبونه ور زده کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وایي چې؛ دا مهال له دوي سره څه باندې یو لک او پنځه زره معلولین ثبت او راجستر دي.

هغه وایي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا پروګرام لس کاله مخکې پیل او د تیرو اوو کلونو په موده کې یې یو زره او پنځه سوه تنه معلولینو ته بېلابېل کسبونه ور زده شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ځوانانو د بشر دوستې په نوم موسسه چې د پروژې د پلي کولو چارې پر مخ وړي وایي چې هڅه به وکړي دغه پروژه په سمه توګه پر مخ بوځي.

د دې موسسې مرستیال احمد صدیقي په دې اړه وویل:

"زه ژمنه کوم دغه تړون مو چې د کار او تولنیزو چارو له وزارت سره لاسلیک کړ د پلي کولو په برخه کې به ډیره هڅه وکړو.

موږ به د نهو حرفوي زده کړو د روزنې په برخه کې ډیره هڅه وکړو څو وکولی شو هغوی ته په سمه توګه روزنه ورکړو او ټولنې ته یې وړاندې کړو."


د معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو دغه تړون پداسې حال کې لاسلیک کیږي چې لا هم یو شمېرمعلولین شکایت کوي چې په ژوند کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.

معلولینو تل شکایت کړی چې؛ اکثره بې روزګاره دي او دولت هم یوازې محدود شمیر کسانو ته یو څه مالي امتیازات ورکوي.

خو چارواکو تل ویلي چې د معلولینو د ستونزو د هوارولو لپاره مربوطه ارګانونه تر خپلې وسې کار کوي.

راپور: جمیله "ظریف"