عراقچي:د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ تخنیکي خبرې ورو پرمختګ کوي

یو ایرانی مرکچي وايي، چې د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ د دغه هېواد د اټمي پروګرام د موافقې د عملي کېدو پر څرنګوالي تخنیکي خبرې ورو پرمختګ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي ایرنا خبري اژانس ته وویل؛ تمه ده چې د سویس په جینوا کې خبرې نن دوام وکړي.

عراقچي په خپله په دې خبرو کې، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، ګډون نه لري.

د هغې موافقې له مخې، چې د نومبر په څلرویشتمه وشوه؛ ایران منلې چې د لوېدیځوالو له لوري د بندیزونو د نرمولو په بدل کې به لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره د خپل اټمي پروګرام ځیني فعالیتونه دروي.