په ارزګان کې مظاهره کوونکو د دوو وژل شویو ښځو د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه

لسګونو کسانو پرون د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې مظاهره وکړه او دغلته يې د دوو وژل شوو ښځو د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه.

ملالۍ او فیروزه تیره اونۍ د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

مظاهره کوونکو له حکومت غوښتنه وکړه چې د دې قتل عاملان سمدستي ونیسي.

ملالۍ د ښونکې په توګه وظیفه ترسره کوله او فیروزه په پولیسو کې وه.

تر اوسه پورې چا د دې دوه ښځو د وژلو مسوولیت نه دی منلی.