د ایټالیا د سنا د مجلس مشر له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

د ایټالیې د سنا د مجلس مشر له افغانستان سره د خپل هېواد پر مرستو تینګار کړی دی.

"پیټرو کراسو" تېره ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې؛ ایټالیا به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ولسمشر کرزي په دې کتنه کې له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان سره د اټاليي د مرستو دوام مهم ګڼلی دی.