د روسیې د تیلو پخوانی سوداګر "میخایل خودورکوفسکي" چې له زندانه خلاص شوی دی، غواړي چې د یکشنبې په ماسپښين په برلین کې خبرې غونډې ته خبرې وکړي او خپل راتلونکي پلان څرګند کړي.
خبرې رسنیو د خودورکوفسکي د ویاند په وینا نن دغه اعلان وکړ.
جرمني خبرې رسنۍ وویل چې؛ خودورکوفسکي په برلین کې له خپل زوی پاول سره چې له نیویارکه راغلی و؛ ولیدل. تمه ده چې دغه روسی سوداګر به نن ناوخته په برلین کې له خپلې کورنۍ سره هم وویني.
د روسیې پخواني صدراعظم "میخایل کاسیانوف" نن په ماسکو کې رویټرز اژانس ته د خودورکوفسکي د خوشې کېدو په اړه وویل:
"زه حیران شوم چې خودور کوفسکي څرنګه ناڅاپه هېواد پریښود. زه شک لرم چې دا به هغه د خلاصېدو لپاره د پوتین شرط و. دی سمدستي جرمني ته ولاړ پرته له دې چې په سنت پیټرز بورګ یا ماسکو کې خپل کور ته ورشي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې؛ د جمعې په ورځ یې له زندانه د خودرکوفسکي د خوشې کېدو امر وکړ.
خودرکوفسکي چې پر کرملین انتقاد کاوه تر لسو کلونو ډیر د مالیاتو د نه ورکولو او اختلاس په تور بندي و.