مسعودخان: بهرنيو وسلوالو د پاکستان نوم بد کړى دى

احمدشاه اعظمي (په کيڼ لوري کې) له سفير مسعود خان سره

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان سفير او مستقل استازی مسعود خان وايي چې په پاکستان کې د بهرنيو وسله والو شتون د دغه هيواد نوم ور بد کړی دی.

نوموړی وايي، ډرون بريدونه وسله وال په نښه کوي خو دا د پاکستان د خپلواکۍ خلاف دي. دی زياتوي چې له امريکا سره پر یو شمېر پراخو مسلو په رابطه کې دی خو په عین وخت کې ځینې مشکلات هم لري چې د حل کولو هڅه يې کوي.

له ښاغلي مسعود خان سره په نيويارک کې زموږ همکار احمد شاه اعظمي ځانګړې مرکه کړې

Your browser doesn’t support HTML5

له مسعود خان سره مرکه