کونړ: بیا د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ اته توغندي لګیدلي

د کونړ امنیتي مسولان وایې، نن سهاریوځل بیا د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ اته توغندي لګیدلي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادي راډیو ته وویل، چې دا توغندي د پاکستاني پوځیانو له خوا ویشتل شوي، خو تلفات نه لري.

په تیرو درېیو کلونوکې د افغانستان پر ختیځو سیمو د پاکستان له خوا سلګونه توغندي ویشل شوي، چې د تلفاتو تر څنګ یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.