د ارزګان مرکز ترینکوټ ته څیرمه دوه جسدونه پرون ماسپښین وموندل شول

د ارزګان مرکز ترینکوټ ته څیرمه د یوې ښوونکې او یوې پولیسې جسدونه پرون ماسپښین وموندل شول.

د اروزګان چارواکي وایي چې؛ ملالۍ ښوونکې وه او فیروزه پولیسه وه.

تر اوسه د دې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه ده اخیستې خو مخکې تر دې د افغانستان په مختلفو سیمو کې پر ښځینه پولیسو طالبانو بریدونه کړي دي او د نجونو له زده کړو سره مخالفت کوي.

په خپله طالبانو تر دې دمه د دغو دو میرمنو د وژلو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.