په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه پای ته ورسیده

په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه له درې ساعتونو وروسته پای ته ورسیده.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دغه جګړه نن سهار شپږ بجې هغه مهال پیل شوه چې؛ په تورخم کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې ته نږدې انتحاري حمله او بیا څو چاودنې وشوې.

عبدالزی وایي چې؛ په دې جګړه کې د عامه ساتنې یو پولیس وژل شوې او دوه نور ټپيان شوي او د بهرنیو ځواکونو لس موټر ویجاړ شوي دي.


د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په یو پيغام کې د دې پيښې مسوولیت منلې او ویلي یې دي چې په دې پيښه کې یې ګڼ شمېر امریکايي عسکر وژلي او د بهرنیو ځواکونو لسګونه اکمالاتي موټر یې ویجاړ کړي دي.

امریکایي ځواکونو تر اوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.