جلاله: په کونړ کې لاهم د قیمتي ډبرو قاچاق روان دی

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د کونړ له والي شجاع الملک جلاله سره په کونړ کې د ځنګلونو او قیمتي ډبرو په قاچاق او د امنیت په ګډون د دې ولایت په بېلابېلو نورو موضوعاتو خبرې کړي.

ښاغلی جلاله مني چې؛ په کونړکې اوس هم د ځنګلونو غیر قانوني پرې کول او د قیمتي ډبرو قاچاق روان دی او دوي یې تر اوسه په بشپړه توګه مخه نه ده نیولې.

د کونړ والي وایي، اوس هم د پاکستان له خوا په دې ولایت توغندي راځي، خو په تیرو پنځو میاشتو کې یې شمېر کم شوی.

دی وایي، کونړغرنی ولایت دی او د ناامنۍ لامل یې د محلي پولیسو په ګډون د امنیتي ځواکونو کموالی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟