سربیا له اروپایي اتحادیې سره د یوځای کېدو په اړه خبرو ته چمتووالی وښود

سربیا له اروپایي اتحادیې سره د یوځای کېدو په اړه د جنوري د میاشتې خبرو ته چمتووالی وښود.

د اروپایې اتحادیې د پراختیا د چارو کمیشنر سټیفن فیولي (Stefan Fuele) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې؛ اروپایي وزیرانو دا منلې چې په سربیا کې د اصلاحاتو او د وضعیت د ښه کېدو هڅه کېږي.

فیولي وویل، له دې هېواد سره خبرې به د جنوري په ۲۱ پیل شي.

داپ ریکړه د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې په غونډه کې وکړه.

د اروپایي اتحادیې مشرانو سربیا ته له کاسوو سره د اړیکو د ښه کېدو په خاطر د امتیاز ورکولو په ترڅ کې په تیره جون میاشت کې اعلان کړه چې؛ د سربیا له چارواکو سره د حکومتونو ترمنځ لومړنی کنفرانس به په جنوري میاشت کې جوړ شي.

د اروپایي اتحادیې یو زیات شمېرغړیوغوښتل چې؛ دغه خبرې په ډسمبر میاشت کې وشي، خو جرمني له دې کار سره مخالفت کړی و.