یو بریتانوی ډاکټر چې په خپله خوښه یې څه باندې یو کال په سوریه کې په یوه روغتون کې کار کاوه او بندي شوی و. په زندان کې مړ شو.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي د ولسمشر بشارالاسد رژیم د هغه په قتل کې په لاس لرلو تورن کړ.
۳۲ کلن عباس خان چې د هډوکو جراح او په لندن کې اوسیده، تیر کال د سوریې شمالي ښارحلب ته تللی و چې؛ د ملکېانو درملنه وکړي. نوموړی وروسته د سوریې حکومت ونیو.
د خان کورنۍ وایي، د سوریې چارواکو ورته ویلي و چې؛ هغه به د اونۍ په پای کې خوشې شي، خو د تیرې دوشنبې په ورځ یې ورته د هغه د مړینې خبر ورکړ.
دوي ویلي، د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه هیڅ معلومات نه لري.
امنیستي انترنشنل وویل، دا د سوریې په زندانونو کې د مرګ د ناوړه پیښو یوه بله بیلګه ده او د بریتانیا له حکومته غواړي چې د خان مړینه وغندي.