نن د ډسمبر۱۸ د مهاجرت نړېواله ورځ ده

نن د ډسمبر۱۸ د مهاجرت نړېواله ورځ ده.

دا ورځ د افغانستان په ګډون په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنری د احصایې له مخې سره له دې چې په وروستیو لسو کلونو کې څه باندې پنځه میلیونه او اوه سوه زره افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي، تر اوسه څه باندې دوه میلیونه او اوه سوه زره په ګاونډیو په تیره بیا پاکستان او ایران کې اوسي.

په افغانستان کې نا امني، د کار او سرپناه نشتوالي هغه عمده عوامل دي چې له امله یې اکثره افغانان بیرته خپل هېواد ته تګ ته زړه نه ښه کوي.

پردې سربیره په لسګونو زره افغانان هم په هېواد کې دننه له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې اکثره یې په لویو ښارونو کې په کمپونو کې ژوند کوي.

کابل یو له دغو ښارونو دی چې؛ بې ځایه شوي کډوال په کې ستونزمن ژوند مخ ته وړي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په پام کې لري چې؛ سږ کال په ټول افغانستان کې پر۲۶ زرو هېواد ته ستانو شویو او بې ځایه شویو کورنیو ژمنۍ مرستې وویشي.

دغه لړۍ په کابل، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې پیل شوې ده.