په زابل کې د الوتکې لوېدو شپږ بهرني سرتېري وژلي

د زابل چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د بهرنیو سرتېرو يوه الوتکه لوېدلې ده چې له امله يې شپږ تنه سرتېري وژل شوي دي. چارواکي د الوتکې د لوېدو لامل تخنیکي ستونزه بولي.

د بهرنيو سرتېرو دغه څرخي الوتکه د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې لوېدلې ده او پکې سپاره شپږ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د شاه جوی ولسوال ملک علي محمد وايي، الوتکه د شاه جوی د جعفرو او ابراهيم خېلو کليو تر منځ لوېدلې ده.
دی وايي، په پېښه کې درې تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

"درې تنه پکې وژل شوي دي، سيمې ته نور سرتېري هم ورغلي دي چې د الوتکې د لوېدو لامل پيدا کړي."

خو د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار د الوتکې د را لوېدو له امله د وژلو شويو سرتېرو شمېر شپږ تنه ښيي.
دی وايي، الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله را غورځېدلې ده.

"د بهرنيو سرتېرو يوه څرخکه د شاه جوی ولسوالۍ د جعفرو او ابراهيم خېلو سيمو تر منځ را لوېدلې ده. په دغه پېښه کې شپږ تنه بهرنيان وژل شوي او الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده."

خو ځينې سرچينې بيا وايي، د بهرنيو سرتېرو دغه الوتکه له غره سره د ټکر کېدو له امله غورځېدلې ده.

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو سرتېرو هم منلې ده چې يوه الوتکه يې د افغانستان په سوېل کې لوېدلې او پکې سپاره شپږ تنه سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه پورې نه افغان چارواکيو او نه هم ايساف د وژلو شويو سرتېرو د هويت په اړه څه ويلي دي.

بله خوا بيا طالبان وايي، دغه الوتکه دوی ويشتې ده.

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، را لوېدلې الوتکه سيمې ته د عملياتو لپاره تللې وه، خو د دوی ملګرو ويشتې او را غورځولې ده.

شاو خوا شپږ مياشتې وړاندې هم په شاه جوی کې د بهرنيو سرتېرو يوه الوتکه را غورځېدلې وه چې پکې سپاره څلور تنه بهرني سرتېري وژل شوي وو.

سيدشاه سقيم