د حزب التحریر ګوند د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه اندیښنې

په افغانستان کې د ځوانانو یوې ټولنه د هېواد په ځینو سیمو کې د حزب التحریر ګوند د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښودله.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو شبکې له دولته غوښتي چې؛ د دې ډلې مخه ونیسي.

د افغانستان د ځوانانو یوې شبکې په هېواد کې د حزب التحریر د ډلې د فعالیت په اړه حکومت ته خبرداری ورکړ چې؛ که یې مخه ونه نیسي ښايي د وسلوالو طالبانو په شان اوسني نظام ته په یوه لوی ګواښ واوړي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو ټولنه وايي چې؛ دا ډله د هېواد په ځینو پوهنتونونو او فرهنګي کړیو کې فعالیت لري.

د دې ټولنې مشر محمد سنګر امیر زاده زیاته کړه چې؛ اوس مهال تر ډیره د حزب التحریر ډله په کابل، بدخشان، نورستان، او کونړ ولایتونو کې فعالیت لري.

دا ډله په افغانستان کې انتخابات، اساسي قانون، له نړېوالو سره اړیکې او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کیدو پر خلاف ده.

حزب التحریر یوه نړېواله شبکه ده چې ظآهراً خپل هدف په نړۍ کې د یوه اسلامي خلافت ټینګول ښيي.

د ملي امنیت عمومي ریاست یوې سرچینې هم تایید کړه چې؛ دا شبکه په افغانستان کې پټ فعالیتونه لري.

د دې سرچینې د معلوماتو له مخې د دې شبکې فعالیتونه د افغانستان په شمال او شمال شرق کې ډير لیدل شوي دي.

سرچینې چې؛ د نوم له خپریدو یې ډډه کوله ازادۍ راډیو ته وویل، دا شبکه غیر وسلوال فعالیت کوي او هڅه کوي چې په فرهنګي، تعلیمي او تحصیلي کړیو کې کسان ځانونو ته جذب کړي.

دا چې ولې د دې شبکې کسان نه نیول کیږي، سرچینې وویل، د ملي امنیت مسوولین د دوي کار تر څارنې لاندې لري، خو چې کله هم د حکومت له رهبري څخه لارښوونه ترلاسه کړي پر ضد به یې اقدامات وشي.

بل خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دا خبره ردوي چې ګنې یادې شبکې د هېواد په پوهتنتونونو کې نفوذ کړی دی.

د راپورونو له مخې حزب التحریر یوه نړېواله شبکه ده چې؛ په ۱۹۵۷ میلادي کال په فلسطین کې رامنځ ته شوه.

ویل کیږي چې؛ دا ډله د نړۍ په یو شمېر اسلامي هیوادونو او حتی ځینو غیر اسلامي هیوادونو کې هم فعالیت لري.

دا ډله که څه هم خپله وسلوال مخالفت نه کوي خو په افغانستان کې د دولت او نړیوالې ټولنې پر ضد د وسلوال مخالفت ملاتړ کوي.

له همدې امله ځینې کتوونکي د دې ډلې شتون د هېواد ملي امنیت ته یو ګواښ بولي.

Your browser doesn’t support HTML5

د حزب التحریر ګوند د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه اندیښنې