د کورني تاوتریخوالي قرباني میرمن ستاره نن د د درملنې په مقصد ترکیې ته ولیږل شوه

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي قرباني میرمن ستاره نن د د درملنې په مقصد ترکیې ته ولیږل شوه.

له ستارې څخه یې میړه تیره جمعه شونډې او پوزه پرې کړی دي.

راپورونه وایي، میرمن ستاره دیرش کلنه، د درې ماشومانو مور او د هرات ولایت د انجیل په ولسوالۍ کې اوسیدله.

افغان امنیتي چارواکي وایي، د دې میرمن میړه په مخدرو موادو روږدی وو.

میرمن ستاره درې ورځې د هرات په روغتون کې بستر وه او د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې ترکیي ته ولیږل شوه.

ترکیي ته د میرمن ستارې د انتقال پر مهال د کابل هوایي ډګر مخې ته د مدني ټولنو په لسګونو غړي راټول شوي وو او د نوموړې امبولانس یي د ډګر تر دروازې بدرګه کړ.