په اذربایجان کې څو کمپنیو په ګډه د پانګوونې وروستی تړون لاسلیک کړ

د اذربایجان د طبیعي غازد انتقال د پایپ لاین شاه دینیز -۲ د پراختیا، لپاره څو کمپنیو په ګډه د پانګوونې وروستی تړون لاسلیک کړ او له دې لارې به اروپا ته د طبیعي غاز لومړنی جریان پیل شي.

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییف وویل، دا معامله چې په باکو کې نن سې شنبې) لاسلیک شوه، درېیو کمپنیو شاه دینیز – ۲، ترانز اناتولیا او ترانز ادریاتیک د تیلو د انتقال کمپنیو په کې په ګډه شاوخوا ۳۵ میلیارده ډالره پانګوونه کړې ده.

ده وویل، د دغه تړون له امله به اروپا ته د انرژۍ د انتقال نقشه بدله شي.

د بریتانیا بریتش پطرولیم کمپنۍ د دغې پروژې یو مهم شریک دی.

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د بریتانیا صدراعظم ویلیم هیګ هم ګډون کړی و او ویي ویل چې؛ دا معامله د اذربایجان، بریتانیا او اروپا لپاره ښه ده.

د دغې پروژې په واسطه به د اذربایجان طبیعي غازد روسیې پر ځای د ګورجستان او ترکیې له لارې اروپا ته انتقال شي.