د پاکستان په کرمه ایجسنۍ کې نن درې بمي چاودنې وشوې چې له امله یي دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شول.
په سیمه کی د مشال راډیو خبریال وایي، لومړنی بم په سړک کې ښخ شوی و او هغه بس په کې نښه شوی و چې؛ سنیان په کې سپاره وو.
په دې چاودنه کې چې په بس کې وه دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د همدې سړک په بلې غاړه کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل. دریم بم په کومار ناحیه کې وچاودید چې له امله یي یو لاروی سړی ټپي شوی دی. دا سړی روغتون ته انتقال شو او ډاکټرانو یي پښه پرې کړه.
په سیمه کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ شخړې روانې دي او تر اوسه نه ده څرګنده چې د دوهمې او دریمې چاودنې قربانیان هم سنیان دي. کومې ډلې د دغو چاودنو مسولیت نه دی منلی.